جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سلطانزوی:د بهرنیو ځواکونو ظلمونو خلک د طالبانو ملاتړ ته اړ کړي دي

سلطانزوی:د بهرنیو ځواکونو ظلمونو خلک د طالبانو ملاتړ ته اړ کړي دي

د ډاکټر غني سلاکار داود سلطانزوی په تازه مرکه کې اعتراف کړی چې د بهرنیو ځواکونو ظلمونو خلک د طالبانو ملاتړ ته اړ کړي دي. سلطانزوی له ایراني رسنۍ تسنیم سره په کړې مرکه کې ويلي، هر افغان د امریکایانو د پوځي حضور مخالف دی او دا حضور د ټولو ستونزو جرړه ده. د ارګ دې سلاکار منلې چې بهرنیان ملکي وګړي په نښه کوي، چې ولسي کرکه ورسره اوج ته رسېدلې او د همدې کرکې له امله د طالبانو صفونه غښتلي شوي دي. داود سلطانزوی دا هم ویلي، امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي او افغان حکومت خپل واک ته نه پرېږدي. د ده په وینا روانه جګړه د بهرنیانو له لوري یوه تحمیل شوې جګړه ده، چې د دوام لپاره يې د داعش پروژه هم د دوی له لوري را پیل شوې ده. ډاکټر غني چې د امریکا د هر اقدام تر پیل مخکې د هغه هرکلی کوي، دا لومړی ځل دی چې مرستیال يې دا ډول اعترافات کوي. دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ د تېرې اوونۍ برید هم د داعش په نوم وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: