یکشنبه , جون 13 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / سمسونګ موبایل کمپنۍ خپل دوه نوي موبایلونه نندارې ته وړاندې کړل

سمسونګ موبایل کمپنۍ خپل دوه نوي موبایلونه نندارې ته وړاندې کړل

سمسونګ کمپنۍ خپل دوه نوي موبايلونه ګلکسي ايس ۹ او ګلکسي ايس ۹ پلس يو ساعت مخکې نندارې ته وړاندې کړل.
د اسپانیا په بارسلونا کې د موبايلونو په نړيوال کانګرس کې سمسونګ خپل دوه نوي موبايلونه د ګلکسي ايس ۹ او ايس ۹ پلس په نامه نندارې ته وړاندې کړل: ايس ۹ یې ۵،۸ اينچه سکرين لري او ايس ۹ پلس یې ۶،۲ اينچه سکرين ل<، چې ژۍ یې لکه د پخوانيو هغو ورقات شوې دي، او دواړه یې ۱۸:۵:۹ ريشو سوپر اموليېډ ډسپلې سکرين لري، او دواړو ته ۲۹۶۰ پر ۱۴۴۰ ريزولوشن سکرين ورکړل شوی دی، د موبايلونو باډۍ يې له فلز او ښيښې څخه جوړه شوې دي.
ايس ۹ يې ۱۶۳ ګرامه وزن لري او ايس نهه پلس یې ۱۸۹ ګرامه وزن لري، د ايس ۹ رېم څلورجې بي او د ايس ۹ پلس رېم شپږ جي بي دی. دواړه موبايلونه (ايس ۹ او ايس ۹ پلس) یې ۶۴،۱۲۸، او ۲۵۶ جي بي داخلي ميموري لري. او تر ۴۰۰ جي بي خارجي ميموري کارت اخيستلی شي.
هغه سېنسرونه چې په دې دواړو موبایلونه کې کارول شوی، د سترګو د سکېن کولو، د هوا د فشار، منډې،د زړه د ضربان،د ګوتې د نښې ،د نور ، دمنډې، او مقناطيسي سېنسرونه دي.
د ايس ۹ په سکرین کې ۵۷۰ پيکسله په يوه اينچ کې او په نهه ايس پلس کې ۵۲۹ پيکسله په يوه اينچ کې ځای پرځای شوي دي او دواړه یې ډېر شارپ دي
د ګوتې کولپ (فينګرپرينټ) یې له کمرې لاندې ښه په ازاد ځای کې ورړکړی دی ځکه د ايس ۸ څخه خلکو شکايت کاوه چې له کامرې سره ډېر نږدې او پاس دی. په دواړو کې سټيريو سپيکر نصب شوي دي چې د ايس ۸ څخه به یې غږ يو اشاريه څلور ځلې لوړ وي،د مخ کولپ (فيس انلاک) یې هم پکې بهتر کړی دی، چې په تکه توره تیاره کې هم د مخ په سکېن کولو سره خلاسېږي
د کمرې په برخه کې د ايس ۹ کامره شاته يوه ده، چې ۱۲ ميګاپيکسله او اپټيکل ايچ ډي ار، او په ايس ۹ پلس کې دوه کامرې (دولس ، دولس ميګاپيلکسي) نصب شوې دي چې اپرچر پکې f1.5 او f2.4 ته راکوزولی شئ. د مخې کامره د دواړو ۸ ميګاپيکسله ده چې ۹۶۰ پريم په ثانيه کې ويډيو ريکارډ کوي.
په ۹ ايس کې کې ۳۰۰۰ ملي امپيره بېټرۍ او په ۹ ايس پلس کې ۳۵۰۰ ملي امپيره بېټرۍ نصب شوې دي، دواړه د اوبو ، ګرد وغبار ضد دي. تېز وايرليس چارج او د انټرنېټ د ۱،۲ جي بي په ثانيه کې سپیډ ساپورټ کولی شي. د (رييل ټايم ټرانسېلشن ) اسانتیا هم پکې رامنځ ته شوې ده.
دا دواړه موبايلونه به د مارچ په شپاړسمه په تور ، خړ ، ابي او بنفش رنګونو کې به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پلور ته وړاندې شي، خو مخکې له مخکې يې اخيستلو ته ځان له راتلونکې جمعې (د مارچ له دويمې) ثبتولی شئ، د ايس ۹ بيه ۷۲۰ امريکايي ډالر او د ايس نهه پلس بيه به ۸۴۰ امريکايي ډالر وي.

يوه تبصره

  1. This was awesome! I would like you to clean up all this spam though

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *