پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / سوريې کې چاودنې اتيا کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

سوريې کې چاودنې اتيا کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

د سوريې په شمالي ادلب ښار کې چاودنې ۳۹ کسان وژلي او څلوېښت يې ټپيان کړي دي. په وژل شو کې ښځې او ماشومان هم دي.د زورورې چاودنې له ا مله دوه لوړپوړيزې ودانۍ هم نړېدلي او د چاودنې لامل تر اوسه نه دی څرگند شوی.فرانس پرېس خبري اژانس په سوريې کې د بشري حقونو د څار ډلې د مدير ابو مروان له خولې ليکلي، چې د پېښې په قربانيانو کې ډېری خلک د جبهة تحرير الشام وسله والې ډلې د کورنيو غړي وو، چې په حمص کې د پوځي عملياتو له امله ادلب ته کډه شوي وو.د ادلب ډېره برخه د وسله والو ډلو تر ولکې لاندې ده، شونې ده، چې دغه چاودنه د حکومتي ملېشو له لوري شوي وي.د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، چې په سيمه کې د ملکيانو مړو ابنارونهجوړ شوي، ډېری کسان لا هم تر خاورو لاندې دي او د مرگ ژوبلې د زياتېدو وېره شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *