دمشق ته نږدې د سوریې په پوځي هوایي ډګر کې تېره شپه زورورې چاودنې شوې دي. څارونکي دا چاودنې د اسراییل هوایي بریدونه بولي، خو دولتي رسنۍ وایي چې په یوه غرني سلاکوټ کې د تخنیکي ستونزې له امله شوې دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمان د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د ماز پر هوایي اډه چې یو غرنی سلاکوټ دی، احتمالاً د اسراییل توغندی لګېدلی وي. د هغه په خبره، په دې چاودنو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. دا له تېرو دوو اونیو راهیسې په یاد هېواد کې تر ټولو سترې چاودنې بلل شوې دي.
