سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / سوریه کې ملګرو ملتونه اوخیریه بنسټونه په جنسي زورونه متهم شوي دي

سوریه کې ملګرو ملتونه اوخیریه بنسټونه په جنسي زورونه متهم شوي دي

د ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټونو مرسته رسوونکو سوریه کې د مرستې پرمهال سوري ښځو سره جنسي زور زیاتی کړی دی. مرستندویانو ویلي دغو کسانو له ښځو نه د خوړو او نورو مرستو په بدل کې جنسي غوښتنې کړې دي. درې کاله وړاندې هم په دې اړه ګواښونه موجود وو، خو نوې څېړنې ښيي چې اوس هم د سوریې په سویل کې له ښځو ناوړه جنسي ګټه اخیستل کېږي. د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه او نور مرستندوی خیریه بنستونه وايي دوی تر اوسه خبر نه دي، خو په وینا یې داسې کړنې ورته د زغملو نه دي او هېڅکله به ترې تېر نه شي. د سوريې په لرې پرتو سیمو کې د نړیوالو بنسټونو لاسرسئی ډېره ګران او ناشونی دی او که ځايي خلک له مرستې رسولو ډډه وکړي، ښايي انساني کړکېچ رامنځ ته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *