چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / پوهنه / سپوږمۍ په طبعي پېښو کې څه ډول رول لوبوي؟

سپوږمۍ په طبعي پېښو کې څه ډول رول لوبوي؟

د مخابراتي خدمتونو او ټلویزیوني خپرونو د پوښښ لپاره به مو له سپوږمکۍ (سټلایټ) څخه د ګټې اخیستنې په اړه څه نا څه اورېدلي وي، خو سربېره پر دې، سپوږمکۍ د طبیعت، طبیعي سرچینو او پېښو په مدیریت کې هم خورا اغېزمن رول لوبوي.

سپوږمکۍ د بشر په لاس جوړه شوې هغه وسیله ده، چې له ځمکې څخه تشیال (فضا) ته د بېلابېلو موخو لپاره استول کېږي. سپوږمکۍ د خپل عمر تر پایه پورې د ځمکې په شاوخوا کې په یوه ټاکلي سرعت د ګرځېدا په حال کې وي.

له سپوږمکۍ د ګټې اخیستنې یوه اساسي موخه دا ده، چې د ځمکې اړوند معلومات راټولوي او د عکسونو په بڼه یې د ځمکې په سر ځانګړیو مرکزونو ته رالېږي. دا معلومات او انځورونه له پروسس وروسته په بېلابېلو ادارو او برخو کې کارول کېږي.

له انځور اخیستلو وروسته انسان په دې فکر کې شو چې څرنګه له لوړې ارتفاع څخه د دښمن د طاقت د معلومولو لپاره انځورونه واخلي.

د دې کار لپاره یې ګازي بالونونه په کامرو سمبال کړل. دا د سپوږمکیو لومړۍ هڅه وه، خو اوس د ټکنالوجۍ د پرمختګ له برکته هر څه خورا دقیق او پرمختللي شوي. سپوږمکۍ له ځمکې څخه ډېرې ليرې فاصلې ته استول کېږي او له هغه ځایه په زماني او مکاني لحاظ ډېر دقیق معلومات ځمکې ته رالېږي.

ډېر وخت پرمختللي هېوادونه تر ټولو دقیق او پټ استخباراتي معلومات په سپوږمکیو راټولوي او بیا په نظامي برخو کې ورڅخه ګټه اخلي. په اوس وخت کې له سپوږمکیو د نظامي فعالیتونو تر څنګ په ملکي برخو لکه هوا پېژندنې، اوبو، کرنې، مخابرات، ځمکې پېژندنې، او نورو څېړنيزو برخو کې خورا ډېر کار اخیستل کېږي.

که په لنډ ډول وویل شي، سپوږمکۍ بشر ته هغه معلومات راټولوي چې په ځمکه یې د تر لاسه کولو امکان ډېر لږ و.

په لومړیو وختونو کې هر څه د دولتونو تر کنټرول لاندې وو. دولتونو د نظامي کارونې تر څنګ، ملکي برخې هم ورو ورو تر پوښښ لاندې راوستې. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د امریکا متحده ایالتونو قانون شخصي سکتور ته هم اجازه ورکړه ترڅو په دې برخه پانګونه وکړي. د شخصي سکتور په رامنځ ته کېدو سره په دې برخه کې رقابت نور هم ډېر شو او د سپوږمکیو کارېدلو سوداګریزه بڼه غوره کړه.

د هوا پېژندنې په برخه کې سپوږمکۍ، د حرارت درجې، اورښتونو، واورو او توپانونو د وړاندوینو لپاره داسې کارول کیږي چې د وریځو، څپې د موقیعت له پلوه تحلیلوي او بیا یې د تګ مسیر او وخت معلوموي.

له دې وروسته، دا معلومات د ځانګړیو مېټوډونو او سیسټمونو څخه په ګټې اخیستنې تحلیلېږي چې په ترڅ کې یې خلکو ته د اورښتونو او نورو اقلیمي حالاتو په اړه وړاندوینې کوي.

په ځمکه د واورو، یخچالونو او د ځمکې په پوښښ کې د بدلونونو لکه د ښار او کرنې د پراختیا، منظم عکسونه برابروي او په مناسب وختونو کې ورڅخه اړین معلومات تر لاسه کېدای شي.

د مثال په توګه، د تریاکو د کرکېلې د معلوملولو لپاره هم ورځنې په ډیر اسانه توګه کار اخیستل کېږي. همدارنګه د ځمکپېژندنې په برخه کې د کانونو او منرالونو د کشفولو او نقشه کولو لپاره هم کارول کېږي.

د دې ټولو ترڅنګ، د سپوږمکۍ له انځورونو په متنازاعو قضایاوو کې هم کار اخیستل کېدای شي، ځکه دا وسیله له ځمکې په بې طرفه او منظم ډول انځورونه اخلي. یو ښه مثال یې کولای شو د هلمند سیند په هامون او تر څنګ یې د ایران په اړوند خاوره کې د کرنیزې او اوبو ساحي پراختیا د تغیراتو ارزول وټاکو.

د دغې سیمې منظم او دقیق انځورونه په نړیوالو ډېټابېسونو کې شته او دا په ډاګه کوي چې ایران د هامون اوبه څومره خپلې خوا ته اړولي دي او په څومره پیمانه یې کرنیزه ځمکه ورته پراخه کړې. په لاندې انځورونو کې د هلمند هامون تغیرات د ۱۳۷۳ او ۱۳۸۹ کالونو لپاره په ترتیب سره ښودل شوي دي:

نقشه

دا انځورونه په لوړ کیفیت سره په پورته لینک کې موندل شئ.

سپوږمکۍ د طبیعي پېښو په وړاندوینه، مدیریت او د بیارغونې په پلان کولو کې هم مهم رول لوبولای شي، چې له دې جملې د سېلابونو، وچکالۍ ځپلو، سوځېدنې، او اورشیندنې سیمو د تخریب کچه معلومول دي.

چینایان اسمان ته جعلي سپوږمۍ استوي

له طبیعي پېښې وړاندې او وروسته د سپوږمکۍ د تصویرونو مقایسه کولای شي د تخریب شوې سیمې کچه په ښه توګه معلومه کړي. لاندې انځورونه په پنجشیر ولایت کې له سېلابونو متاثره شوې سیمه په ډاکه کوي، چې له پېښې یوه ورځ مخکې او وروسته اخیستل شوي دي:

نقشهد انځور حقوقLINKEDIN/ EMLYN HAGEN

همدارنګه لاندینۍ نقشه په افغانستان او سیمه کې د ۲۰۱۸ کال وچکالۍ ځپلې سیمې په زیړ رنګ کې ښيي چې د سپوږمکۍ د انځورونه له تحلیل څخه جوړه شوي ده:

نقشهد انځور حقوقNASA

سپوږمکۍ او د انځورونو تحلیل یې په نوره نړۍ کې د پوهنتونونو څانګې تشکیلوي، خو په افغانستان کې دا هر څه ډېر لږ دي. یوازې په یوه پوهنتون کې یوه څانګه شته چې په فرعي توګه په دې برخه کې کار کوي او د هغې کچه هم خورا ډېره ټیټه ده.

افغان دولت ته کار ده چې په دې برخه کې د ځوانانو روزلو ته د پاملرنې ترڅنګ، په پرمختیایي پروژو او همدارنګه د سپوږمکۍ له انځورونو په نړیوالو معاملو لکه د ایران او نورو هېوادونو سره د اوبو د ستونزو په حل کې کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: