دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / سکاټ میلر د ناټو نوی قمندان، چې د افغانستان ناکامه جګړه به رهبري کوي

سکاټ میلر د ناټو نوی قمندان، چې د افغانستان ناکامه جګړه به رهبري کوي

تېره ورځ ځينو بهرنیو او کورنیو پوځي شنونکو په افغانستان کې د امریکا ستراتېژي ناکامه وبلله او ويې ویل چې تر اوسه يې د پام وړ اغېز نه دی کړی. ټرمپ د خپل واک په اوږدو کې لومړی ځل په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان بدلوي او د دې اوږدې جګړې نهم قومندان سکاټ مېلر بلل کېږي. جنرال نېکولسن چې د ټرمپ د ستراتېژۍ دقیق تطبیقوونکی هم و، پر دې ونه توانید چې په روانه جګړه کې د هوايي بریدونو له شدت سره سره امریکايي مقاماتو ته ځان د دې دندې وړ نور هم ثابت کړي. وال سټرېټ ژورنال وايي، جنرال سکاټ مېلر چې په بې پیلوټه بریدونو کې نوم لري، په داسې وخت کې د افغانستان لپاره د نېکولسن پر ځای ګمارل کېږي، چې طالبانو پر لویو ښارونو هم بریدونو ته زور ورکړی. د سرچينې په وینا په داسې حال کې چې طالبان د هېواد ډېره برخه په واک کې لري، دغه امریکايي جنرال دنده پر غاړه اخلي. دلته چې اوس د امریکايي عسکرو شمېر ۱۴ زرو تنو ته رسېږي، مېلر به د بهرنیانو عمومي قومنده پر مخ وړي. پنټاګون تر اوسه په دې تړاو رسماً څه نه دي ويلي. سکاټ مېلر تر دې وړاندې د ځانګړو ځواکونو – دلتا فورس – او د سمندري ځواکونو د شپږمې ډلې قومندې هم ترسره کړې دي. ارګ یا هم دفاع وزارت د بهرنیانو د نوي قومندان په اړه څه نه دي ويلي، خو له عادت سره سم به د هغه راتګ وستايي او وجود به يې د خپلې بریا راز وبولي. دا په داسې حال کې دی چې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون له مخې دوی، یوازې د افغان عسکرو د تمویل، مشورې او روزنې مسؤلیت پر غاړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *