دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / سکاټ مېلر وایې یو ښه ملګری او وطن دوست انسان یې له لاسه ورکړی دی

سکاټ مېلر وایې یو ښه ملګری او وطن دوست انسان یې له لاسه ورکړی دی

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان د جنرال رازق پر وژل کېدو غبرګون ښودلی دی. نوموړي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یو ښه ملګری او وطن دوست انسان یې له لاسه ورکړی دی. سکاټ مېلر ویلي، چې جنرال رازق پر خپلو خلکو او هېواد مین شخص و او مړینه یې د افغانانو لپاره ستره ضایعه ده. هغه د جنرال رازق د وژل کېدو له امله ټولو افغانانو ته تسلیت ویلی دی. د هېواد وتلی نظامي قومندان جنرال عبدالرازق تېره ورځ په کندهار کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو. هغه داسې مهال وژل کېږي چې څو شېبې وړاندې یې له امریکايي نظامي قومندان سکاټ مېلر سره په یوه امنیتي غونډه کې لفظي ناندرۍ کېږي. تر اوسه ددغه قضیې ټول اړخونه نه دي روښانه شوي، خو وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی دی. پر ټولنیزو رسنیو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ددغه پیاوړي نظامي قومندان پر وژل کېدو غبرګونونه پارېدلي دي. ولسمشر هم یو لوړپوړی پلاوی ددغه پېښې د څېړنې لپاره کندهار ښار ته استولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: