دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / سکاټ مېلر په افغانستان کې خپله دنده پيل کړه

سکاټ مېلر په افغانستان کې خپله دنده پيل کړه

جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د قومندان په توګه خپله دنده پيل کړه. دغه ۵۷ کلن امریکايي جنرال د امریکا په پوځ کې مهم کس دی او تر دې وړاندې یې په ګڼو نظامي برخو کې فعالیت تر سره کړی دی. هغه نن په رسمي توګه په افغانستان کې خپله دنده پیل کړه او ددوو کلونو لپاره به دغه دنده پر مخ وړي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د ترهګرۍ ضد مبارزه به جدي کړي او د افغانانو د ساتنې لپاره به خپلې ټولې هلې ځلې ترسره کړي. سکاټ مېلر د جنرال جان نیکولسن له فعالیتونو مننه کړې ده او هغه یې د قدر وړ بللي دي. نوموړي ته د مسوولیت د لېږد په مراسمو کې، ګڼو افغان چارواکو او د بهرنیو سفارتونو استازو ګډون کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *