جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / سکاټ مېلر: په افغانستان کې د جګړې د ژر پای ته رسېدلو تضمین نه شي ورکولی

سکاټ مېلر: په افغانستان کې د جګړې د ژر پای ته رسېدلو تضمین نه شي ورکولی

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره نوی ټاکل شوی عمومي قومندان وایي چې په افغانستان کې د جګړې د ژر پای ته رسېدلو تضمین نه شي ورکولی خو وایي چې د امریکا د ماموریت د بریالیتوب لپاره به کار کوي. سکاټ مېلر د امریکا د سنا د امنیتي خدماتو له کمیټې نه د باور رایه واخیسته او راتلونکو ورځو کې به رسماً خپله دنده پیل کړي. مېلر د دې ژمنې ترڅنګ چې د امریکا د ماموریت بریالیتوب لپاره به هڅې کوي؛ خو اندېښنه لري چې د افغان کړکېچ لاهم پېچلی دی. سکاټ مېلر د سنا امنیتي خدماتو کمېټې ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره مهالویش او نېټه ناممکنه ده او دی یې هم تضمین نه شي ورکولی. نوموړي وویل :زه نه شم کولای تاسې ته مهالوېش او د پای نېټه یې درکړم، زه پوهېږم چې هلته هر وخت داسې څه شته چې حالات بدل کړي، او هلته هر څه بدلون کولای شي. هغه زیاته کړه: زه غواړم چې له ولسمشر، دفاع وزیر مېټیس او ډانفوډ مننه وکړم چې په ما یې د دې مسولیت باور وکړ، زه به د خپل ملګري نېکولسن هغه بریالۍ پالیسۍ تعقیب کړم چې په سختو شرایطو کې یې عملي کړې. نوموړي همدا راز وویل : زه همداراز غواړم چې افغان ائتلاف کې چې ۳۹ غړي لري، په تړاو یې خبرې وکړم، دوی باید د ګډ ګواښ چې داعش او القاعده دي، پر وړاندې مبارزه وکړي او نن مونږ ټول د ګډ ګواښ او دښمن پر وړاندې جنګیږو چې هیوادونه مو خوندي واوسي. د مېلر دغه څرګندونې پر داسي مهال رامخې ته شوې چې سولې ته تر بل هر وخت د افغانانو هیله مندي زیاته شوې ده. د اختر په ورځو کې دوه اړخیز اوربند او په نړیواله کچه د سولې په تړاو د غونډو جوړېدل هغه څه دی چې افغانانو ته یې سولې ته د رسېدو هیله ورکړې ده. خو د بهرنیو ځواکونو د ترټولو لوړ مسئول دا رنګه څرګندونې به یوځل بیا په افغانانو کې ویره خپره کړي او هغه باور به پوخ کړي چې بهرنيان په افغانستان کې سوله نه بلکې جګړه غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *