شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / سیاسي څیړونکي په دي باور دي چې امریکا په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه کوي

سیاسي څیړونکي په دي باور دي چې امریکا په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه کوي

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې له طالبانو سره د سولې خبرې رد کړې او ويلي يې دي چې طالبانو ته به په جګړه کې ماتې ورکوي. د سیاسي چارو شنونکي د ټرمپ څرګندونې د امريکا د پاليسۍ هغه اړخ بولي چې تر دې مهاله پټ ساتل شوی و. دوی وايي ټرمپ په خپلو خبرو سره ثابته کړه چې امريکا په افغانستان کې د اوږدمهالې جګړې پلان لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته غرمنۍ تیاره کړې وه او له دوی سره یې په خبرو کې ویلي، چې نور له طالبانو سره سوله نه کوي او په وینا یې طالبان په افغانستان کې د خونړیو جګړو عاملین دي، نو باید د جګړې په ډګر کې وځپل شي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، امریکا له لومړي سره د جګړې پلوې وه. د سیاسي چارو شنونکی اسدالله عزت وايي امریکا په افغانستان او سیمه کې د پنځوس کلنې جګړې پلان لري او د دوی تګلاره تر ډېره د جګړې ده.
عزت مسير ورځپاڼې ته وويل: «امریکا په سیمه کې پنځوس کلنې جګړې ته زمینه برابروي او دا هر څه چې دوی په افغانستان کې روان کړي وو، ددې لپاره وو چې د جګړې شدت ته زمینه برابره کړي. په سیمه کې به د امریکا جګړه د امریکا د ګټو لپاره روانه وي».
د عزت په باور، افغانستان ته د امریکایانو راتګ او د دوی هره تګلاره د افغانستان د بدمرغۍ لامل ده.
هغه وايي، په افغانستان کې د ترهګرو وروستي بریدونه ټول د دې لپاره وو، څو د طالبانو په اړه د افغانانو او نړیوالو نظر بدل شي او دې ټولو خونړیو پېښو او بریدونو د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته زمینه برابره کړه.
د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس بیا د ټرمپ دغه څرګندونې نوې نه بولي او وايي، امریکا تر دې وړاندې هم د سولې پر ځای جګړې ته ارزښت ورکاوه.
د دادرس په خبره، امریکا تر دې وړاندې هم سوله نه غوښته او د جګړې میدانونه یې ګرم ساتلي وو چې په وينا يې د ټرمپ څرګندونو همدا حقيقت را برسېره کړ.
دادرس مسير ورځپاڼې ته وويل: «دغه ډول څرګندونې به د سولې نیمګړې پروسه نوره هم په ټپه ودروي، خونړۍ جګړې به پيل شي، د لا ډېرو افغانانو ژوند به واخلي، ورانی به وکړي او د سولې ټولې هڅې به له منځه یوسي».
دادرس وايي، افغانان بايد له امريکا سره دا خبره سپينه کړي چې که رښتيا هم د ترهګرو د ځپلو پلان لري نو د ترهګرۍ د تمويل سرچينې دې وچې کړي، د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره دې وخت وټاکي او دغه راز دې د ملکي افغانانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
له دې ټولو سره سره د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د سولې د هڅو پر ډېرېدو ټينګار کړی خو ولسمشرۍ ماڼۍ بيا د ټرمپ د خبرو هر کلی کړی او ويلي يې دي، طالبانو د سولې فرصت له لاسه ورکړی او اوس د دې وخت دی چې دا ډله وځپل شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي ويلي، افغان حکومت به له دې وروسته سوله د جګړې په ډګر کې پلټي.
وسله والو طالبانو بیا د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی به د تېر په څېر خپلو جګړو ته دوام ورکړي او د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښيي، چې نړیوال په افغانستان کې د تفاهم غوښتونکي نه دي او د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې هم تش په نامه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: