شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / سیګار: د میلیونونو ډالرو په ارزښت د افغان ځواکونو تېل غلا شوي دي

سیګار: د میلیونونو ډالرو په ارزښت د افغان ځواکونو تېل غلا شوي دي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړي سرمفتش یا سیگار ویلي، د افغان پوځ د تیلو غلا ځينو ته په ګټور کاروبار بدل شوی دی. د سیگار په راپور کې راغلي، چې لږ تر لږه د ۱۵۴،۴ میلیون ډالرو په ارزښت تیل له امریکايي او افغان امنیتي ځواکونو غلا شوي دي. په دې راپور کې همداشان راغلي، چې د تیلو له دې غلا کیدای شي په افغانستان کې د ترهگرو ډلو د مالي منابعو لپاره کار اخیستل شوی وي. د سیگار موندنې ښیي چې د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۰۸ میلادي نه تر ۲۰۱۶ پورې شاوخوا ۱۰،۶ میلیون لیتره تیل د افغانستان د پوځي عملیاتو لپاره برابر کړي، چې ټول ارزښت یې څه دپاسه ۱۳ میلیارده ډالر کیږي. راپور همدا راز وايي چې افغان ځواکونو د تېلو دوېشلو په اړه پر نوې طرحه کار روان دی، چې ښایي ددې غلا مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *