سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / شاهد اپريدي: د هند تر ولکې لاندې کشميريانو سره ظلمونه کيږي. د خلکو غبرګون: بلوچستان دې هير دی؟ هندي لوبغاړی ګوتم ګمبير: شاهد اپریدی د خپل نو بال ردېدل لمانځي

شاهد اپريدي: د هند تر ولکې لاندې کشميريانو سره ظلمونه کيږي. د خلکو غبرګون: بلوچستان دې هير دی؟ هندي لوبغاړی ګوتم ګمبير: شاهد اپریدی د خپل نو بال ردېدل لمانځي

شاهد اپریدی: په کشمیر کې بېګناه خلک وژل کېږي. هندي لوبغاړي: بلوچستان دي هېر دی

د شاهد اپریدي پر ټویټ زیاتو کسانو پر هغه نیوکې کړې دي، چې ولې په پاکستان خصوصاً بلوچستان کې د بشري حقونو پر سرغړونو څه نه وایي، خو ځینو کسانو یې د خبرې هرکلی کړی او ستایلی یې دی چې د کشمیریانو لپاره یې ږغ پورته کړی.

د پاکستان مشهور کرکټر شاهد اپریدي پر ټویټر باندې د کشمیر په اړه یو پاروونکی ټویټ کړی، چې په ځواب کې یې د هند او پاکستان د کرکټ مشهورو لوبغاړو هم ورته غبرګون څرګند کړی دی.

شاهد اپریدي په خپل ننني ټویټ کې تور پورې کړی، چې د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې ناوړه او د اندېښنې وړ حالات دي او له کشمیریانو سره ظلمونه کېږي. اپریدي ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه پوښتلي، چې ولې د دې حالت مخنیوی نه کوي:

“[د هند] زورواک حکومت بې ګناه خلک وژني او مقصد یې دا دی چې د خپل اختیار او ازادۍ لپاره د خلکو ږغ بند کړي”.

د شاهد اپریدي د ټویټ پر خبرو نه یواځې په هند کې عامو خلکو بلکې د هغه سیالو کرکټ لوبغاړو هم ورباندې اعتراض کړی دی. مشهور هندي کرکټر ګوتم ګمبیر یې په غبرګون کې ټویټ کړی او ویلي یې دي:

“رسنیو زموږ د کشمیر په اړه د شاهد اپردي پر ټویټ راڅخه غبرګون وغوښت. د ویلو څه پاته دي؟ اپریدي یواځې ملګرو ملتونو ته په تمه دی، چې د ده په زاړه قاموس کې ورته “نولس کلن لوبغاړي” ښکاري. رسنۍ دي زغم وکړي، شاهد اپریدی د خپل نوبال ردېدل لمانځي”.

پر ټویټر د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخواني کپتان ته په ځواب کې د هند او د هند تر ولکه لاندې کشمیر خلکو پېغور ورکړی، چې په خپل هېواد کې یې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي باید پر هغه هم اندېښمن شي.

د جمو او کشمیر پیپلز ډیموکرېټیک ګوند ویاند او د ځوانانو د څانګې مشر وحید الرحمن پارا په خپل ټویټ کې شاهد اپریدي ته لیکلي:

“ستا خپل هېواد په بشري حقونو کې ښکېل دی، له ترهګرۍ سره جنګېږي او ته د څنګلورو غم اخیستی یې. دا دوه بېلابېل تعریفونه دي. هغه څه چې څنګلوري هېواد ته یې تبلیغ کوې خپل هېواد ته یې وکړه”.

شاهد اپریدي په داسې ورځ دا ټویټ کړی چې امریکې د نړیوال ترهګر پېژندل شوي حافظ سعید پر ملي مسلم لیګ ګوند بندیز لګولی، ځکه چې پر هغه په هندي کشمیر کې د وسلوالې لاسوهنې او د ۲۰۰۸م کال د ممبۍ بریدونو تور دی.

ورزشکار او د هندي پوځ پخواني افسر مېجر سریندرا پونیا د ټویټ په ځواب کې د پاکستان دغه مشهور پښتون کرکټر په نرمه ژبه پوښتلی:

“ګران شاهد اپریدی وروره، د یوه رول ماډل او د لوبو د علامت په توګه آیا ته د پاکستان ځوانانو ته دا ور ښوول غواړي چې ترهګر بې ګناه دي؟ هیڅ د حیرانۍ خبره نه ده چې حافظ سعید او بن لادن په پاکستان کې ستایل کېږي. د بلوڅانو پر قتلِ عام به څه وایې؟”.

د شاهد اپریدي پر ټویټ زیاتو کسانو پر هغه نیوکې کړې دي، چې ولې په پاکستان خصوصاً بلوچستان کې د بشري حقونو پر سرغړونو څه نه وایي، خو ځینو کسانو یې د خبرې هرکلی کړی او ستایلی یې دی چې د کشمیریانو لپاره یې ږغ پورته کړی.

شاهد اپریدی د قبایلي سیمې خیبراېجنسۍ دی چې له اوږدې مودې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ژوند کوي. پر ټولنیزو رسنیو پښتانه ګیله کوي چې هغه د خپلو پښتنو لپاره خصوصاً د قبایلي سیمو د خلکو لپاره ږغ نه دی پورته کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ له خوا د پوځي عملیاتو په مهال پر عامو خلکو ظلمونه وشول، بې شمېره ورک او په غیرعدالتي توګه و وژل شول او اوس پر چیک پوسټونو ځورول کېږي، خو شاهد اپریدي ورباندې خوله پټه کړې ده او د پاکستان د کرکټ د پخواني کپتان په حیث یې پر خپلو پښتنو کېدونکي ظلمونه له پامه غورځولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: