دوشنبه , جون 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / شاه جي ګل: منظور پښتون ته د خبرو اترو لپاره جرګه ورلېږو

شاه جي ګل: منظور پښتون ته د خبرو اترو لپاره جرګه ورلېږو

د خېبر ايجنسۍ نه د پارليمان غړی شاه جي ګل وايي د منظور پشتين سره د خبرو د بل پړاؤ دپاره جرګه ورلېږو چې ځواب ترې وغواړو بيا کله د قبايلي، پارليماني مشرانو سره ويني. او پي ټي اېم د مذاکراتو څخه هیڅ انکار نه دی کړی.
نن د ګل، دوشنبې په ورځ د شاه جي ګل په مشرۍ حیات اباد پېښور کې يوه جرګه شوې د کومې وروستو چې ښاغلی ګل میډيا سره په خبرو کې وويل،

“نن مونږ د ټولو ايجنسو د غړو، د مرکزي او صوبايي حکومت غړو دا فېصله وکړه چې څلور کسان به منظور پشتين (پي ټي اېم) ته ورځي او هغه به د لسم تاريخ (مې) پورې مونږ له هغه ځواب راکوي د کمېټۍ نومونه به راکوي چې د چا سره خبرې کول غواړي او په کوم ځای کې خبرې کول غواړي”.

هغه وویل په لسم تاريخ باندې به مونږ بيا کښېنو او که پي ټي اېم غواړی چې دوي هلته لاړ شي نو دوی يې څنګ ته ورتلو ته هم تيار دي.

شاه جي ګل وويل په لسمه نېټه به بيا کښېنو او د راتلونکې دپاره به تګلاره جوړؤ. هغه زياته کړه پي ټي اېم د خبرو نه انکار نه دی کړی ځینې د رابطو ستونزه ده.

د منظور پشتين د غوښتنو په اړه نوموړي وويل، ” د پي ټي اېم مطالبات د ټولو پښتنو مطالبات دي او مونږ د دغو مطالباتو د حل دپاره دا جرګې کوو، مونږ پښتنو چې اسلام هم قبول کړی د جرګې د لارې مو قبول کړی د جنګ د لارې مو نه دی قبول کړی”.

بل لور ته د پي ټي اېم مشر منظور پشتين پرون په ټويټر ليکلي، “د ۱۳ مختلفو جرګو د لارې زمونږ سره خبرې کيږي، نه پوهېږو چې د چا سره خبرې وکړو او که چاته وخت نه ورکوؤ نو سمدست وايي چې مونږ پرېس کانفرنس کوو چې پي ټي اېم مذاکرات کول نه غواړي”.

د منظور پشتين په مشرۍ د شاه جي ګل او قبايلي پارلیماني مشرانو سره لمړۍ جرګه په ۲۵م اپرېل جمرود کې شوې وه او ويل شوي وو چې په درېو ورځو کې به د پي ټي اېم مشران د راتلونکو خبرو دپاره ځواب ورکړي.

خو وروستو پشتين ويلي ؤ د مذاکراتو يا خبرو اترو دپاره به “يوه نماينده کميټي جوړؤ چې پکې به د کوټې نه تر چتراله د ټولو پښتنو سيمو استازي وي او هغه به د خبرو په اړوند پرېکړه کوي چې څنګه او د چا سره خبرې وکړو”.

د پي ټي اېم مشران دا ګيله هم لري چې يو خوا ته د دوي سره مذاکرات کیږي او بل لور ته د دوي غړي نيول کيږي، ځورول کيږي او ګواښونه ورته کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: