یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / شاه محمود قریشي به نن د کابل واکدارانو سره خبرې وکړي

شاه محمود قریشي به نن د کابل واکدارانو سره خبرې وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به د جلال اباد د کونسلګرۍ تر څنګ پر ګڼو موضوعاتو له افغان اړخ سره خبرې کوي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې محمود قریشي به نن کابل ته راځي او دلته به له ولسمشر غني، اجرایه رییس او بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره کتنه ولري. دوی به په دغه کتنه کې، د سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، ګډو اقتصادي مسایلو او نورو مواردو باندې بحث ولړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به همدا راز د ډیورنډ د ستونزې او په دغه برخه کې د ترهګرو پر تګ راتګ هم له افغان حکومت سره خبرې وکړي. هغه به همدا راز د دوه اړخیزو اړکو په اړه د خبرو په ترڅ کې په جلال اباد کې ددغه هېواد د تړل شوې کونسلګرۍ په اړه هم خبرې وکړي. دغه کونسلګري څو اونۍ وړاندې تړل شوې ده، چې تر نن پورې تړلې ده او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *