دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / شخصي ملیشو په پکتیکا کې د بشري حقونو پر ضد فعالیت ته دوام ورکړي

شخصي ملیشو په پکتیکا کې د بشري حقونو پر ضد فعالیت ته دوام ورکړي

رپوټونه کاږي چې د عزیز الله کاروان په نامه د شخصي ملیشو یو قوماندان په پکتیکا کې د بشري حقونو پر ضد فعالیت ته دوام ورکوي.

عزیز الله کاروان د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د طالبانو له نسکوریدو وروسته په لومړی سر کې د امریکایي قواوو له لوري او وروسته بیا تر یوه حده د ځايي حکومت له لوري سمبال او د طالبانو پر ضد جګړه کې ښکیل کړای شو.

که څه هم نوموړی د پاکستان پر ضد کلک دریځ لری خو د بشري حقونو مدافعین یي پر ضد لا هم شکایتونه کوي او له مرکزي حکومته غواړي چې هغه د دغو تیروتونو عاجل مخ نیوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *