چهارشنبه , دسمبر 19 2018
کور / خبرونه / شمالي وزيرستان: د چاؤدنې په ترڅ کې دوو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

شمالي وزيرستان: د چاؤدنې په ترڅ کې دوو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

د مالوماتو له مخې نن د شمالي وزيرستان په دته خيل تحصیل “تانګ کلي” سيمه کې چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې د پاکستاني پوځ د محمد طاهر په نوم يو عسکر مړ او يو بل نایک محمد ټپي شو، چې له وروسته ټپي عسکر د دته خيلو ځای روغتون ته انتقال کړی شو،

د پاکستاني چارواکو لپاره تر ټولو ستر خنډ او په هیواد کې فعالې تندروه ډلې حزب الاحرار وياند ډاکټر عزيز يوسف زی هم دا اوس پر خپله ويب پاڼه “احرار ميډيا” د یاد بريد مسؤليت په غاړه واخست ـ

ياده دې وي چې هم نن په لاهور ښار کې د پوليسو په مشر زاهد محمود د وسله وال بريد پړه هم دغه ډلې منلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *