دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / پاکستان / شمالي وزیرستان: پر پاکستاني پوځ د برید پړه حزب الاحرار توندروه ډلې منلې!

شمالي وزیرستان: پر پاکستاني پوځ د برید پړه حزب الاحرار توندروه ډلې منلې!

ميران شاه: ( ټرایبل نیوز) د مالوماتو له مخې یاده پېښه نن د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په تحصیل ميران شاه، بايي پاس کې رامنځته شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ” آیي ایس پي آر” په یوه راپور کې ویلي چې برید د پوځ په یو موټر شوی چې پکې دوه پوځیان سخت ټپیان دي.

بلخوا د برید پړه د حزب الاحرار توندروه ډلې ویاند ډاکټر عزیز یوسف زي په خپل رسمي ویب سایټ “احرار ميډیا” باندې منلې، په خبر کې یې لیکلي چې په دغه برید کې یې پینځه تنه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ډاکټر عزیز یوسف زي په ټینګار سره دا خبره کړې چې دا یې لومړی برید ندی چې ګویه پاکستاني رسنیو دې پکې د رسېدلي زیان د پټولو هڅه کړی وي بلکې ددې وړاندې هم دې غلامو رسنیو د پاکستاني پوځ سره په درواغو ویلو کې اوګه په اوګه پرمختګ کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: