شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان کې بمې چاودنې۳ پاکستاني پوځیان وژلي

شمالي وزیرستان کې بمې چاودنې۳ پاکستاني پوځیان وژلي

دافغانستان سره په پوله پرته سیمه شمالي وزیرستان کې په پاکستاني پوځیانو یو بمي برید شوی چې پکې درې پوځیان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د سیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي په پوځیانو دغه چاودنه د شمالي وزیرستان د دته خیل سیمې په شهباز کلي کې شوې ده.

د پېښې نه وروسته په لویې شمیر کې امنیتي‌ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي‌ دي.

په چاودنه کې د وژل شوؤ پوځیانو پیژندګلو د لانس نائیک مومن، سپاهي سلیم اؤ‌سپاهي عامر په نومونو شوې ده اؤ اؤ‌ د نائب صوبیدار اکبر اؤ لانس نائیک شاکر په نومونو دوه تنه ژوبل شوي.

تر دې دمه ددغه چاودنې پړه هیڅ یوې ډلې په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې چې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه اؤ چاودنې شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري طالبانو قبوله کړې ده.

شمالي وزیرستان افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان هغه سیمه ده چې په تیرو وختونو کې دغلته طالبان اؤ دالقاعده مشران زیات فعاله وؤ اؤ خپله واکمني یې ټینګه کړې وه.

خو په کال ۲۰۱۴م کې دپاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې دموجودو تندرو په ضد دضرب عضب په نامه پراخه عملیات وکړل اؤ دعوه کوي چې په دعو عملیاتو کې یې سیمه د ترهګرو څخه پاکه کړې خو اوس هم وخت نا وخته دغلته په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو تندروه بریدونه کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: