دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

افغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سېمه کې دپوځیانو په یو ګاډي‌ بمي برید کې لږ تر لږه درې عسکر وژل شوي دي.د اتوار په ورځ د سیمې څخه سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه برید دشمالي وزیرستان د رزمک په مهاجر بازار کې هاغه مهال په پوځيانو شوی کله چې دهغوئ ګاډی په سړک تیریدلو.سرچیني وایي چاودنه د ریموټ کنټرول دلارې دبمونو په شنډوونکې ډله شوې چې د ظریف،ګلزار اؤ وقار په نومونو پکې درې عسکر وژل شوي دي .چاودنه کې ژوبل کسان د درملنې دپاره وړومبی د رزمک کیمپ ته اؤ بیا له هغه ځایه د هیلي کاپټر د لارې دپېښور پوځي روغتون ته رسول شوي .دپېښې نه سمدستي وروسته په لویې شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.د یاد برید پړه په سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار اخستې.شمالي وزیرستان دخیبر پښتونخوا هاغه قبائيلي سېمه ده چې په یو وخت کې دالقاعده اؤ طالبانو مهم مرکز یادیدلو خو په کال۲۰۱۴م کې دغلته پوځ د تندلارو په ضد د ضرب عضب‌ په نوم پراخه عملیات وکړل اؤ‌ اوس دعوه کوي چې دغه سیمه یې د تندلارو څخه پاکه کړې ده.د ضرب عضب عملیاتو راپدیخوا هم په شمالي وزیرستان کې زیاتره مهال په امنیتي ځواکونو دغسې بریدونه کیږي چې تر دې مهاله پکې په سوؤنو پوځیان اؤ دملیشې عسکر مړه اؤ‌ ژوبل شوي دي چې پکې د زیاترو بریدونو مسؤلیت حزب الاحرار وسله واله ډله اخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *