یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو په خلاف لاریونونه شوي

شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو په خلاف لاریونونه شوي

پراګ: په شمالي وزیرستان کې د خالي پر شپه په کورونو دننه د خلکو تر وژنې وروسته د یکشنبې پر ورځ مظاهره شوېده.

درسنیو ویلي چې د، د یکشنبې پر ورځ په میرلي کې لسګونو کسانو مظاهره وکړه او لاره یې تر څه وخته پورې بنده کړې وه. بل لوري ته انتظامیې رینیو ته ویلي چې د خلکو سره خبرې کوي. دا احتجاج تر هغې وروسته شوی چې د خالي په شپه په میرانشاه او میرعلي کې وسله والو درې تنه په کورونو کې پر ډزو ووژل او بیا وتښتېدل.

ځايي اوسیدونکو او چارواکړ رسنیو ته ویلي چې د یوې میاشتې په موده کې په شمالي وزیرستان کې اووه هدفي بریدونه شوي دي.

چارواکو او ځايي اوسیدونکو د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي، چي د خالي په شپه موټر سایکل سپرو وسله والو په حسوخېل کلي کې د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي او مذهبي مشر مولانا محمد دیندار زوی، موسا کلیم په په ډزو وژلی دی.

چارواکي زیاتوي، له دې پېښې نیم ساعت وروسته بیا د میرلي په زیړکي سیمه کې وسله والو د مولانا محمد اسحاق زوی عبدالقیوم په کور دننه وواژه. دغسې د میرانشاه په ټولخیل سیمه کې د عزیزالرحمان په نامه یو تن په کور کې وژل شوی دی. د پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

چاراکي وايي، له دغو پیښو وروسته یې په چیک پوستو ناکه بندي کړې وه خو لا تراوسه څوک نه دي نیول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی او سیمه یې له وسله والو څخه پاکه کړې ده. خو په دې سیمه کې د چاودنو او د هدفي بریدونو وروسته ځايي خلکو رسنیو ته ویلي چې د امنیت په اړه اندېښمن دي.

وسله واله ډله چې ځان اتحاد المجاهدين شمالي وزيرستان بولي په سيمه کې يې په اردو ژبه ليکل شوې پمفلېټې يا خطونه غورځولي چې پکې خبرداری ورکړل شوی چې د هغو سکولونو مالکان به په نښه کوي چې د لوی عمر جينکۍ پکې زده کړې کوي.

په دې روستیو کې د شمالي وزيرستان د ميرلي په خسو خېلو او موساکي سيمو کې د جينکو دوه سکولونه هم په بمونو ړنګول شوي دي. د دې تر څنګ له پوځ سره ملاتړ کونکو ځوانانو او مشرانو ته هم دړکې ورکول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: