چهارشنبه , دسمبر 19 2018
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو وسلوال برید شوی

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو وسلوال برید شوی

تیره شپه ۱۱ بجې د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي د خیسور په سېمه کې پر پاکستاني پوځیانو وسلوالو ډزې کړي چې په ترڅ کې مرګ ژوبله اړولې ده

ټرایبل نیوز د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد برید خسوخېل پله تر څنګ شوی چې په پایله کې دوه پاکستاني پوځیان مړه او څلور نور مرګوني ټپیان دي سرچېنه زیاتوې چې په یادو ټپیانو کې د یو کس وضیعت نازک ښودل شوی دی.

د یاد برید پړه په سېمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي منلې او دعوه یې کړې چې په یاد برید کې د دوي بریدګر ته کوم زیان نه دی اوښتی

د یاونې وړ ده تیره شپه تحصیل دوسلي کې هم یوه چاودنه شوې وه چې د تلفاتو په اړه یې کره مالومات تر اوسه نه دې راغلي.

په ډاګه دې وې نن سهار او پرون بلوچستان کې د تمپ،کاهان او سراب په سیمو کې هم پر پاکستاني عسکرو مرګوني بریدونه شوي دي چې پړې یي بلوچ بلتون پالو شرخوښو په سر اخستې دي او دعوه کړي چې په یادو بریدونو کې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *