جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید تر سره شوی دی

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید تر سره شوی دی

تېره شپه د پاکستان په قبایلي سېمه شمالي وزیرستان تحصیل غلام خان کې ترهګرو د پاکستان پوځ پر پوستو په ناڅاپي ډول وسلوال برید کړي دی چې په ترڅ کې دواړو غاړو ته تلفات اوښتي دي

ټرایبل نیوز د سرچېنو د مالو ماتو په اساس یاده جګړه ډیره قوي او دوامداره وه چې پکې د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخستي شوي وو چې له امله یي پاکستاني پوځیانو خپلي پوستې پریښې وي چې په پایله کې په پوستو کې د پوځ څخه پاتې شوي ګڼ شمیر مهمات ترهګرو د ځان سره وړي او پوستې په بمونو سره الوزولې او ویجاړې کړي دي

په ډاګه دې وی چې د پاکستان پوځ په قبایلې سېمو کې د ضرب عضب په نامه عملیات تر سره کړي وو چې له هغه وروسته پوځ ادعا کوي چې ګواکې په قبایلې سیمو کې ترهګر ختم کړي او ځپلي دي خو بلخوا بیا په پاکستان کې د ښارونو او قبایلې سیمو په ګډون ترهګرو بریدونو زور اخستی او ورځ تر بلې یي په بریدونو کې پراخوالی لیدل کیږي.

ترهګرې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزئ ټرایبل نیوزته په یو راستول شوی بریښنا لیک کې د یادې جګړې پخلی کړي دی او زیاتوي چې یاده جګړه د دوي د ډلې پوري تړاو لري او دعوه کوي چې په جګړه کې یي پاکستاني پوځ ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده خو په ترڅ کې یادونه هم کوي چې په جګړه کې د دوي یو ملګری هم ټپي شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: