پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ حزب الاحرار تندروه ډلې بمي برید کړی

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ حزب الاحرار تندروه ډلې بمي برید کړی

پاکستان کې د نوې راټوکېدلي وسله والې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي د خپلې یوې رسمي خبر پاڼې له لارې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ د تېرې ورځي د شوي بمي برید پړه منلې ده

یاد برید د روان میلادي کال د سپیتمبر په شلمه نیټه د شمالي وزیرستان په سپین وام تحصیل کې د پوځ پر یو موټر هغه مهال ترسره شو کله چې دوې د معمول په توګه سېمه کې په ګزمه راوتلي وو.چې په ترڅ کې پنځه تنو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله

د یادونې وړ ده چې یاده تندروه ډله په دې وروستیو کې ډېره قوي او متحرکه په رسنیو کې لیدل کیږي چې په پاکستان کې د دغه هېواد امنیتي،استخباراتي او د دولت کار کونکي په نښه کوي چې د بېلګې په توګه د تېرې جمعې په ورځ د بلوچستان ایالت د پېشین بای پاس ته نږدې د مرستیال کمشنر په موټر د شوي بمي برید پړه هم یادې وسله ډلې منلې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *