پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو درنه چاودنه شوې ده!

شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو درنه چاودنه شوې ده!

نن ماښام پنځه بجي د شمالي وزیرستان تحصیل رزمک کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندي د سرک د غاړي یوه زوروره چاودنه وشوه چې په ترڅ کې ګڼ شمیر پوځیان مړه او ژوبل شوي دي

یاده چاودنه هاغه مهال رامنځته شوه کله چې د رزمک په سرک د امنیتي ځواکونو موټري په سیمه کې په ګشت بوختي وي چې په ناڅاپي توګه د مخکې نه په سرک کې ځاي ځاي پر ځای شوی چاودیدونکو توکو یو موټر ور برابر شو.

په یاده چاودنه کې یو پوځي مړ او دري نور مرګوني ټپیان شوي. په ټپیانو کې د یو تن وضیعت د اندیښني وړ خودل شوی.

دیاونې وړ ده د چاودنې نه وروسته دتیر په څیر سیمه د امنیتي ځواکونو لخواه قلا بنده شوي ده او د پلټنې عملیات یی پیل کړي دي چې له امله یی دسیمې خلک دستونزو سره مخ کړي دي .

په ډاګه دې وې د برید پړه په سیمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي په یو رالیږل شوي بریښنا لیک منلې ده او دعوه کوي چې پاکستاني ځواکونو ته یی درنه مرګ ژوبله اړولې ده

دا په داسي حال کې ده چې یادي ترهګرۍ ډلې په دې وروستیو کې خپلو خونړیو بریدونو ته د پاکستان پر وړاندي زور ورکړي دی او وخت نا وخت د قبایلې سیمو په ګډون د پاکستان په لویو لویو ښارونو کې هم د چاودنو خبر ورکول کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *