ټرایبل نیوز د سرچینې د مالو ماتو په اساس نن په شمالي وزیرستان بانګي سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په موټر بمې چاودنه شوې ده چې په ترڅ کې “۴”څلور پوځیان مړه او درې نور مرګوني ټپان شوي دي.
د یادونې وړ ده که څه هم پاکستاني رسنیو او د دغه هېواد د پوځ ویاندویي ادارې ای ایس پي ار د چاودنې په اړه څه نه دي ویلي، خو بلخواه پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني ټرایبل نیوز ته په یو راستول شوي پیغام کې د یادې چاودنې پړه منلې او دعوه کوي چې په چاودنه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته په پراخه کچه مرګ ژوبله اړولې ده