پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / شمالي کوریا د جنوبي کوریا سره خبرې ځنډولي دي

شمالي کوریا د جنوبي کوریا سره خبرې ځنډولي دي

شمالي کوریا وايي، د پوځي تمرینونو له کبله‌یې د جنوبي کوریا سره د لوړې سطحې هغه خبرې ځنډولي چې د نن ورځې «چهارشنبې» لپاره پلان شوې وې.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د امریکا او جنوبي کوریا وروستي ګډ پوځي تمرینونه د کوریا په ټاپو وزمه کې د وروستي مثبت پرمختګ پر وړاندې پارونکي بللي دي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس همدارنګه شک څرګند کړی چې د جون په ۱۲مه نېټه دې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تاریخي لیدنه هم وشي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو لومړي مرستیال وزیر کېم کای ګوان وروسته ویلي:

“موږ نور نو له داسې خبرو سره چې ټول له موږ یو طرفه غوښتنې او هغه هم له اټمي وسلو لاس اخېستل دي لېواله نه یو.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو غونډې لپاره چمتووالي ته دوام ورکوي او تر اوسه پورې یې په‎دې اړه د پیونګ یانګ په دریځ کې د بدلون کومه یادونه نه‎ده ترلاسه کړې.

د امریکا متحده ایالاتو د جنوبي کوریا سره خپل وروستي پوځي تمرینونه چې د ۱۰۰ الوتکو په ګډون د مې په ۱۱مه نېټه پیل شوي، یوازې د دفاعي اهدافو لپاره بللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *