سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / شمالي کوریا: هستوي پروګرام مو د امریکا د کبر پر وړاندې د عدالت توره ده

شمالي کوریا: هستوي پروګرام مو د امریکا د کبر پر وړاندې د عدالت توره ده

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي د امریکا پر له پسې او اوږده نظامي تمرینات خطر ناک بللي او ویلي یې دي، چې پیونګ یانګ به ور سره مقابله وکړي. د شمالي کوریا استازي ویلي، له جنوبي کوریا سره د امریکا دغه اوږده نظامي تمرینات زموږ لپاره د جګړې د پیل په مانا دي او موږ یې د مقابلې لپاره تیار یو. تایه سونګ ویلي، شمالي کوریا د یوه خپلواک هېواد په توګه په خپل ګاونډ کې داسې نظامي تمرینات نه شي زغملی، چې د هېواد خپلواکي یې تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړي ویلي، همدا د امریکا دښمنانه کړنې د دې لامل شوې چې شمالي کوریا د خپل ارضي تمامیت د ساتلو لپاره نوی پوځ رامنځته کړي. تایه سونګ ویلي، شمالي کوریا خپل هستوي پروګرام د امریکا له زورګویۍ سره د عدالت توره بولي او تیاری یې ښودلی، چې د امریکا د نظامي تجاوز ځواب به پوره مېړانې ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *