چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / افغانستان / شنونکي په حکومت او بهرنیانو بې باوره دي چې ګواکې داعش يي پرځولی دی

شنونکي په حکومت او بهرنیانو بې باوره دي چې ګواکې داعش يي پرځولی دی

داعش د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره پر خلکو غږ کړی چې افغانستان ته هجرت وکړي. د داعش دا څرګندونې د افغان حکومت او د افغان حکومت د بهرنیو ملاتړو هغه ادعا ننګوي چې وايي داعش ډله یې ځپلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تاداميچي یاماماتو هم د تېرې پنجشبې په شپه ملګرو ملتونو ته په وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د جدي اندېښنې وړدي.

افغان شنونکي هم د داعش د خپلو په برخه کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو ادعاوو ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې دا ډله لا هم په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده.

پوځي کارپوه محسن اختیار وايي، حکومت ادعا کوي چې داعش ډله کمزورې شوې او مشران یې له منځه وړل شوي؛ خو برعکس، د دې ډلې فعالیتونه زیات شوي او تر کنټرول لاندې سیمې یې هم په ډېرېدو دي.
نوموړي مسير ورځپاڼې ته وویل: «حکومت وايي چې په ننګرهار کې یې داعش مات کړی؛ خو دې ډلې تازه دوزیرو تنګي په سیمه کې یو کس په عام محضر کې سنګسار کړی چې دا په خپله د هغوی زیاتوالی ښيي».د اختیار په وینا د داعش په ځپلو کې له افغان ځواکونو سره د بهرنیو ځواکونو مرسته او ملاتړ هم کمزوري دي، ځکه دوی په یوه میاشت کې ونه توانېدل چې د جوزجان له دوو ولسوالیو داعشیان وباسي.
د شمالي ولایت جوزجان د دوو ولسوالیو (قوشتېپې او درزاب) اوسېدونکي وایي، داعش اوس د ولسوالیو له مرکزونو پرته د یادو ولسوالیو ډېری سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
له یادو ولسوالیو شبرغان ښار ته را کډه شوي عنایت الله مسير ته وویل چې حکومت عملیات کوي؛ خو دا عملیات اغېزناک نه دي.
د هغه په خبره داعش ډله اوس په دې دوو ولسوالیو کې تر بل هر وخت زیات غړي لري او د سيمې ځينې مخور يې خپل لوري ته ور مات کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکی قاضي محمد حسن حقیار وايي، په افغانستان کې فعال داعشیان بهرنی ملاتړ لري او پر وړاندې يې د بهرنیو ځواکونو سست دريځ نور شکونه هم پیدا کوي.
هغه مسير ته وویل: «په جوزجان کې ویل کېږي، چې بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو د هغو عملیاتو ملاتړ نه کوي چې د داعش پر ضد پيل شوي، په ننګرهار کې هم یوازې پر طالبانو بریدونه کوي دا هغه ادعاوې دي چې باید و ارزول شي».
خو د ملي دفاع وزارت وایي، داعش ډله تر بل هر وخت ډېره ځپل شوې او ډېری قوماندانان او مشران یې له لاسه ورکړي دي.
د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري مسير رسنیو ته وویل، په تېرو دوو میاشتو کې د داعش لسګونه غړي او قوماندانان د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي دي.
د هغه په خبره اوس په افغانستان کې د داعش فعالیت کمرنګه شوی او ان د ډېرې اندېښنې وړ نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *