دوشنبه , مې 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / صالح:پاکستان پوځ استخبارات د داعش تر نوم لاندې د خلکو د وینو د تویولو ترشا لاس لري.

صالح:پاکستان پوځ استخبارات د داعش تر نوم لاندې د خلکو د وینو د تویولو ترشا لاس لري.

افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مشر او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح وایي په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې یا ډله په منځني ختېځ کې له داعشیانو سره هیڅ تړاو نه لري.

نوموړی په خپل ټویټر پاڼه کې د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د داعش تر نوم لاندې ډلې په افغانستان کې د انسانیت پر وړاندې د بریدونو مسئولیت په غاړه اخلي.

هغه ویلی، چې په افغانستان کې د داعش په نوم ډله یوه جعلي ډله ده او په منځني ختېځ کې له داعشیانو سره هیڅ کوم جنیتکي او یا هم بیالوژیکي تړاو نه لري.

د ښاغلي صالح په وینا، د داعش تر نوم لاندې د بریدونو لپاره ځانمرګي د حقاني شبکې او طالبانو له ځالو څخه اخیستل کېږي.

د ملي امنیت پخواني مشر وایي، د طالبانو او د پاکستان پوځ استخبارات یا آی اس آی د داعش تر نوم لاندې د خلکو د وینو د تویولو ترشا لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو په وروستیو میاشتو کې په پلازمېنه کابل کې خپل بریدونو ته زور ورکړي دي.

د دوشنبې په ورځ د کابل په شش درک سیمه کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول چې پکې ګڼ شمېر خبریالان هم شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: