یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ضعیف:چې د استعمار وحشت نشي غندلی د افغانستان د خلکو استازی نشي کيدلای

ضعیف:چې د استعمار وحشت نشي غندلی د افغانستان د خلکو استازی نشي کيدلای

پاکستان کې د طالبانو د مهال سفير عبدالسلام ضعيف په کندز کې د دولتي هوايي ځواک وحشي کړنې ته په اشاره په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې، هغه څوک د افغانستان د خلکو استازی نشي کيدلای چې د يو ماشوم معصوم متعلم د شهادت په اړه د شرير استعمار وحشت نشي غندلی.
دا پېښه تيره ورځ د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي چورلکو په يوه مدرسه کې د دستاربندي د مراسمو غونډه په نښه کړه.
ضعيف په کلکو ټکو د فاجعې د غندلو تر څنګ ويلي چې هيواد مو خپلواک نه دی، نوموړی ليکي: (چې د استعمار وحشت نشي غندلی د افغانستان د خلکو استازی نشي کيدلای او دا چې د هيواد د واکمنۍ او خپلواکۍ دعوه کوي، د شرم له پاسه بل شرم دی.
د عيني شاهدانو له قراره په دې بمبار کې نژدې ۷۰ تنه په شهادت ورسیدل او زيات نور ټپيان شول، چې ډيری يې د ديني علومو او قرآن کريم تازه فارغين، علماء او عام کليوال وو.
ياده پيښه د عبدالسلام ضعيف په شمول د څو نورو ازادو او مخورو شخصيتونو لخوا هم پخپل وخت وغندل شوه.
بلخوا د کابل چارواکو او ډيری رسنيو چې د امريکا/کابل ادارې لخوا تمويليږي او يا مستقيما په دولت پورې تړلې دي، په پيښه کې د طالب چارواکو د وژلو ادعاوې وکړې، دوی وويل چې د طالبانو په تجمع يې بمبار کړی او د دوی د شورا غړي يې وژلي دي.
خو د پېښې انځورونه، ژوندۍ ويډيويي صحنې او له پيښې د روغو وتليو خلکو مرکې چې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې، دا ښيي چې د بمبار قربانيان يوازې ملکي وګړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *