پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / طالبانو امریکا ته ګواښ کړي چې افغانستان پریدي اوسوله غوره کړي

طالبانو امریکا ته ګواښ کړي چې افغانستان پریدي اوسوله غوره کړي

وسله والو طالبانو په یو سر خلاصي لیک کې د امریکا له خلکو دولتي او غیر دولتي ادارو او دغه راز د دغه هېواد له کانګرسه غوښتي چې پر خپل دولت دې فشار راوړي څو افغان جګړه ودروي او خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. د فارس خبري اژانس د خبر له مخې طالبانو په دې لیک کې ویلي چې خبرو ته چمتو دي او زور زیاتی وضعیت لا پیچلی کولی شي. دغه لیک چې په ۶ ژبو لیکل شوی دی، پکې نرمې خبرې او سخت ګواښونه شوي دي. د لیک په یوې برخه کې راغلي، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور به نړیوال ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي. دغې ډلې زیاته کړې، تر اوسه لا وخت شته چې، د افغانستان جګړه له سیاسي لارو حل او فصل شي. فارس آژانس لیکي، په لیک کې ویل شوي چې ځینې هېوادونه له طالبانو سره د سیاسي هوکړې په لټه کې دي خو دا چې دا هېوادونه کوم دي په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د امریکا د هوایي ځواکونو قومندان ویلي وو، نور یې د دې ډلې پر وړاندې زغم پای ته رسېدلی او له دې وروسته به د طالبانو سترګې په مسلسله توګه په اسمان کې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: