یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / بين المللي / طالبانو او ناټو په ټولنیزو رسنیو کې له یو بل سره ناندرۍ کړې دي

طالبانو او ناټو په ټولنیزو رسنیو کې له یو بل سره ناندرۍ کړې دي

طالبانو او ناټو په ټولنیزو رسنیو کې له یو بل سره ناندرۍ کړې دي. طالبانو د سکاټ مېلر پر ګومارل کېدو چټک غبرګون ښودلی او وايي چې هغه به هم د نیکولسن په څېر ناکام شي. خو ناټو بیا د طالبانو په ځواب کې په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دوی به پر طالبانو تر هغه فشار راوړي، څو دغه ډله د سولې خبرو ته نه وي حاضره شوې. ناټو وايي دوی هڅه کوي د افغانانو په خوښه او غوښتنه د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي او ددې موخې د ترلاسه کولو لپاره به پر وسله والو طالبانو فشارونه دوام لري. وسله والو طالبانو بیا ویلي، چې امریکا به پخپلو موخو کې بریالۍ نه شي او په وینا یې طالب وسله وال به تر هغه خپله جګړه اوږده کړي، چې بهرنیان له افغانستان نه وي وتلي. پرون د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت نوي قومندان جنرال سکاټ مېلر خپله دنده پیل کړه. هغه ژمنه وکړه، چې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره به پر وسله والو طالبانو فشارونه ډېر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *