طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د کندهار ولایت پر هوايي ډګر یې توغندیز برید کړی چې په وینا یې توغندۍ پر هدف لګېدلي او تلفات یې اړولي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې سره سم تېره شپه ناوخته نهه بجې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند د خوشاب له سیمې څخه یې د کندهار پر هوايي ډګر توغندیز برید تر سره کړ چې له امله یې تلفات واوښتل.
په خبرپاڼه کې د توغندیو د شمېر او نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکول شوي او نه هم په دقیقه د تلفاتو د شمېر یادونه شوې ده.
په همدې خبر کې طالبانو ادعا کړې چې د توغنديو د توغولو وروسته سیمې ته بهرني ځواکونه د ټانګونو سره راغلل، چې د هغوی یو ټانګ له مخکې په پټ شوي ماین وختی او له منځه ولاړ چې له امله یې دلته هم بهرنیانو ته مرګ ژوبله واوښته.