په افغانسان کې وسله وال طالبانو ادعا کوي چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالی په مربوطاتو کې د شپني عملیاتو په ترڅ کې د یو اربکي قوماندان او د فضل الهادي مسلمیار خپلواک په ګډون ۹ تنه وژل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو بیان په نشرولو سره ادعا کوي، چې دغه عملیات تیره شپه ناوخته د چپرهار ولسوالی د دولت زیو چینو په سیمه کې ترسره شوي او په ترڅ کې د خلکو کورونه به نښه شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې وژل شوي کسان ټول د مشرانو جرګې رئیس د فضل الهادي مسلمیار خپلوان دي.
ځایي چارواکي تائیدوي چې د عملیات په ترڅ کې ۹ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولایت په پیښه کې د ښاغلي مسلمیار د کورني غړي د تلفاتو په اړه راپورونه تائیدوي.
د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې پېښه کې نهه کسان شهيدان او اته نور ټپیان شوي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، چې د پیښی د دقیقې څیړنی لپاره د کابل څخه یو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی. شهیدانو ته جنةالفردوس او زخميانو ته عاجله شفا او غم ځپلی کورنیو ته د زړه صبر غواړم.
order The ownership extra should be between 1 and 3 buy generic cialis online Ndbsda qrrseu cialis generic generic cialis online
also liberates ingrain topic during the occlusion and eliminates the. [url=https://ciamedusa.com/]cheapest price for generic cialis[/url] cialis online without medicine mark generic cialis online pharmaceutics potential.