جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو د داعش پر وړاندي د عملیاتو خبر ورکړی

طالبانو د داعش پر وړاندي د عملیاتو خبر ورکړی

طالبانو د هېواد په ختیځ کې دداعش ډلې پر ضد د عملیاتو پیلولو خبر ورکړی دی. د نیشنل په نامه یوه نشریه د طالب سرچینو په حواله لیکي، چې طالبان غواړي د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې پر ضد پراخ عملیات وکړي. نشریه وړاندې لیکي، طالبانو داسې پلان جوړ کړی، چې تر کونړ او نورستان وروسته خپل ټول جنګیالي د هېواد له بېلو برخو را وبولي او په ننګرهار کې دداعش ډلې د ځپلو لپاره پراخ عملیات پيل کړي. سرچینه کاږي، چې ګڼ طالب قومندانان ننګرهار ته رسېدلي دي او دوی هلته پر خپلو پلانونو کار کوي. طالب سرچینو د نشنل ته ویلي چې دوی هڅه کوي د افغانستان په ختیځ کې ددغه ډلې پر ضد پراخ عملیات وکړي او هلته پراته ولایتونه یې له حضور پاک کړي. تر دې وړاندې هم په ننګرهار او ځینو ختیځو ولایتونو کې دداعش او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي. ویل کېږي چې په دې نښتو کې لسګونه طالب او داعش جنګیالیو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *