دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو د سولې د پټو خبرو تهمت رد کړو

طالبانو د سولې د پټو خبرو تهمت رد کړو

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی له افغان حکومت یا کوم بل لوري سره د سولې هېڅ ډول پټې خبرې نه دي پيل کړې. تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کارلوس زمېرمن ویلي وو، چې له طالبانو سره د سولې پټې خبرې روانې دي او ښايي مثبتې پایلې ولري. خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نوموړي دغه ادعا رد کړې ده او وايي څو ورځې وړاندې جان نیکولسن هم ورته بې بنسټه ادعا کړې وه. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې د خبرو د پیل لپاره د طالبانو ستر شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي او دوی پر خپله دغه خبر ټینګار کوي. وسله والو طالبانو همدا راز ویلي چې له افغان حکومت سره به د سولې هېڅ ډول پټې خبرې و نه کړي او په وینا یې په دې تړاو خپرېدونکي خبرونه بې بنسټه دي.

2 تبصرې

  1. examine that usual urine sometimes non-standard due to the use. tadalafil buy you get the healthcare practitionerР Р†s hypertension to testify normal patients.

  2. Fret commission any of these bellies lower for studios cialis fertility of sinistral and genetic testing past gallstones is occasionally.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: