یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو د کابل-ګردیز له لویې لارې ۲۲ مسافر تښتولي دي

طالبانو د کابل-ګردیز له لویې لارې ۲۲ مسافر تښتولي دي

د ګردېزـ کابل له لویې لارې وسله والو طالبانو ۲۲ کسه له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بوولي دي. د پکتیا امنیتي چارواکې وايي پرون مازدیګر ناوخته وسله والو طالبانو د کابل ـ ګردېز پر لویه لاره د ګردېز اړوند تېرې سیمه کې دوه ویشت مسافر له موټرو ښکته کړي او تر دا مهاله يې برخليک معلوم نه دی. د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وايي یرغمل شوي مسافر ټول عام وګړي دي. دده په وینا وسله والو غوښتل هغه دولتي کسان برمته کړي چې په دې لویه لاره کابل او سویل ختیځو ولایتونو تګ راتګ کوي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *