طالبانو په رسمي توګه ومنله چې په قطر کې يې د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ليدلي دي.
مخکې له دې امريکايي رسنيو خبر ورکړى و چې قطر ته د سفر پر مهال خليلزاد له طالبانو سره هم کتلي دي.
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د تلې په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په قطر کې د دوى د سياسي دفتر مشر او غړو د امريکا له مذاکراتي پلاوي سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې چې د دوى په پلاوي کې د سیاسي دفتر رييس شېرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړو شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین شامل وو.
طالبانو ويلي چې د امریکا له مذاکراتي ټیم سره چې مشري يې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد کوله، دا ليدنه وړمه ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د افغان مسئلې پر سوله ييزې حللارې خبرې وشوې.
طالبانو ويلي، د دوى پلاوي د مشکلاتو د حل او واقعي امن په راتلو کې د بهرنيو ځواکونو پاتې کېدل لوی خنډ وباله او زياته يې کړه چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی او دا هېواد خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لري.
سرچينې زياته کړې، د دغو ټکو په پام کې نیولو سره دې د واقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي.
طالبانو ويلي، په پای کي دواړو لورو موافقه وکړه چې خپلو غونډو ته به دوام ورکوي.
د يادونې ده چې څلور مياشتې مخکې هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې مرستيالې الېس وېلز په قطر کې له طالبانو سره ليدلي وو، خو طالبانو دا لیدنه نه وه تاييد کړې.