د طالبانو نوې ډله:« ملاهبت الله پلورل شوی دی»
د طالبانو يوې نوې ډلې په هرات کې د شپې پاڼو په خپرولو او له ځينو رسنیو سره د خبرو په لړ کې ويلي دي چې په کوټه کې ټاکل شوی مشر ملاهبت الله پلورل شوی او د پاکستان غلام دی.
د هشت صبح ورځپاڼې د راپور پر بنسټ دا ډله چې ځانونه ملااخترمحمد منصور ته منسوب بولي وايي چې د دوی د مشر په وژلو کې هم د هبت الله لاس وو ځکه ده غوښتل چې خپله امیر شي او د پيسو او ډيرو امتیازونو د تر لاسه کولو لپاره يي د مشر منصور په اړه جزييات امریکايانو ته ورکړل او هغه و وژل شو.
دوی ويلي دي چې د هبت الله په مشرۍ مشخص کسان د نوموړي په ګډون قومپالنه کوي او يو زیات شمېر طالب مشران په پټه ترور کيږي او د منصور دادالله په شان يي کورنۍ قتل عام کيږي.
دوی ليکلي دي:« موږ د ملااخترمحمد منصور د سنګر ملګرو څو وارې له تاسو وغوښتل چې له خپلو کارونو لاس واخلئ او نور مجاهدين مه سره ويشئ خو تاسو ورته پاملرنه ونکړه.»
دوی وايي:« هبت الله نورو ته کار کوي هغه د کفري هیوادونو نوکر دی او ښه ثبوت يي په روسيه کې په جوړيدونکې ناسته کې ګډون ته شين څراغ ښودل وو، اوس طالبان د بلک واټر په شان د سهامي شرکت په توګه اجرتي او پردۍ جګړه پرمخ وړي.»
یاده دې وي چې د هرات په ډيرو سیمو کې يادې اعلاميي لیدل شوي دي او ځينو وتلو رسنیو هم ددې ډلې له يو شمېر مهمو غړو سره خبرې کړي دي.
