جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو ویلي، کابل کې د دولت پلوه علماوو غونډې ته څېرمه چاودنه په دوی پورې اړه نه لري

طالبانو ویلي، کابل کې د دولت پلوه علماوو غونډې ته څېرمه چاودنه په دوی پورې اړه نه لري

طالبانو ویلي، کابل کې د دولت پلوه علماوو غونډې ته څېرمه چاودنه په دوی پورې اړه نه لري. نن پلازمېنه کابل کې د لویې جرګې خیمه کې ګڼو علماوو د بهرنیانو او دولت پر ضد جګړه «ناروا» وګڼله او یوه پرېکړه يې صادره کړه. شیعه مذهبه عالم (خدابخش محسني) چې د غونډې پریکړه لیک یې لوست، وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه د «مسلمان وینه تويېدنه» ده. که څه هم نوموړي ادعا وکړه چې دولت او مخالفینو دواړو ته یې خطاب متوجه دی، خو په پرېکړه لیک کې يې د سرتیرو بریدونو او بمي چاودنو په شمول فقط هغه جنګي عملیات وغندل چې طالبان ترې استفاده کوي. اما د هوايي بریدونو، بمباریو او شپنیو عملیاتو په اړه یې څه ونه ویل. غرمه مهال له جاودنې وروسته د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي وویل، په چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي. تازه معلومات ښيي چې په غونډه کې د اوو ملایانو او څلورو عسکرو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په لنډ ټویټ کې لیکلي: «د کابل نننۍ چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري. »

3 تبصرې

  1. Essatt qgodfi prices of cialis buy real cialis online buy cialis Perform caserne so your profile doesn’t be noised abroad too

  2. : A aluminum hydroxide not just nicely if there or. cialis vs viagra In chestnut cultivation

  3. buy generic viagra online buy viagra roman viagra

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: