چهارشنبه , اپریل 21 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو په دوو يرغلونو کي ۲۵ کسان وژلي سوي دي

طالبانو په دوو يرغلونو کي ۲۵ کسان وژلي سوي دي

افغان چارواکي وايي چي په فراه او هلمند کي د وسله والو طالبانو په دوو بريدونو کي ۲۵ کسان وژل سوي دي.

د فراه د ولايتي شورا غړو رسنيو ته ويلي دي چي د سه شنبې په ماښام د دغه ولايت مرکز ته نژدې پر يوه قرارگاه باندي د وسله والو طالبانو په بريد کي ۸ يا ۹ عسکر او پوليس او ۱۵ طالبان وژل سوي دي.

له څه مودې راهيسي وسله والو طالبانو د فراه ولايت د مرکز پر امنيتي پوستو او ولسواليو باندي يرغلونو ته زور ورکړی دئ.

دوې ورځي مخکي دوی وتوانېدل چي لنډه موده د دغه ولايت آنار دره ولسوالي ونيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *