چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو په ننګرهار کې په مخابراتې شبکو بندیز لګولی

طالبانو په ننګرهار کې په مخابراتې شبکو بندیز لګولی

د ننګرهار ولايت ځايي اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت درې ولسواليو خوږياڼو، حصارک او شېرزادو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکو باندې بنديز لګولی دی. ولايتي چارواکي هم ياده ستونزه مني او وايي چې د سيمې د قومي خلکو په منځګړيتوب يې د دغې ستونزې د حل هلې ځلې پيل کړې دي. ځايي خلک دا هم وايي چې وسله والو ياد اقدام په دغه سيمه کې د دولتي ځواکونو د شپنيو عملياتو تر ډېرېدو وروسته کړی دی او تېره ورځ يې لا په شېرزادو کې د دوو مخابراتي شبکو انتونونه هم سوځولي دي. د دغه ولايت ولايتي شورا ځينې غړي بيا وايي چې وسله والو ۹ مخابراتي انتنونه په تېرو دوو ورځو کې سوځولي دي. د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اجمل عمر هم وايي چې وسله والو نه یواځې مخابراتي شبکو ته د بندولو ګواښ کړی، بلکې په تېرو دوو ورځو کې يې ۹ مخابراتي پايې سوځولې دي. د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم مني چې په دغو ولسواليو کې د ځينو نظامي مسايلو لپاره موقتاً مخابراتي شبکې بندې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *