یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو په کابل کې ددیني عالمانو غونډه او فتوا رد کړې او دا یې نمایشي بللې ده

طالبانو په کابل کې ددیني عالمانو غونډه او فتوا رد کړې او دا یې نمایشي بللې ده

طالبانو په کابل کې ددیني عالمانو غونډه او فتوا رد کړې او دا یې نمایشي بللې ده. شاوخوا دوه زره دیني عالمانو چې د هیواد له بیلا بیلو سیمو راغلي وو، پرون په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې په هیواد کې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه حرام اعلان کړل. وسله والو طالبانو دیادې غونډې او فتوا په اړه غبرګون ښودلی دی. دطالبانو دیوه ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دیني علماء کرام او مشائخ په اسلامي ټولنه کې له خورا ستر مقام څخه برخمن دي او دروند مسؤلیت لري. په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکایي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن دوه میاشتې مخکې په کابل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال ویلي وو، پلان لري په روان کال کې پر طالبانو مختلف فشارونه وارد کړي. نوموړي زیاته کړې وه، چې دا فشارونه پوځي، سیاسي، ټولنیز او حتی مذهبي فشارونه دي. طالبانو دغه غونډه د امریکایانو له لوري جوړه شوې غونډه بللې ده او په وینا یې امریکایان غواړي ددغه ډول غونډو په مرسته خپل ظالمانه اشغال ته ادامه ورکړي. خو دیني علماوو بیا پرون پخپله فتوا کې وویل، چې د طالبانو جګړو امریکایانو ته د نظامي حضور پلمه په لاس ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: