د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې وسله والو مخالفينو تېره شپه ددې ولايت پر جاني خېلو ولسوالۍ بريد کړی دی. د ياد ولايت د امنيه قومندانۍ وياند سردارولي تبسم وايي، چې په دې بريدونو کې شل وسله وال او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي دي. دی وايي وسله والو غوښتل چې دغه ولسوالي ونيسي خو د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي او بيرته پر شا تمبول شوي دي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد بیا وايي، چې د تېرې شپې په بريدونو کې ېې د جانې خېلو ولسوالي په مکمل ډول نيولې. دی وايي، چې په دې بريدونو کې ۳۰ پوليس وژل شوي او د ولسوالۍ زيات وسايل ددوی لاس ته ورغلي خو امنيتي چارواکي د ولسوالۍ سقوط نه تايیدوي. طالبان له تېرو دريو کلونو راهيسې پر جانې خيلو ولسوالۍ بريدونه کوي، چې دوه ځله دغه ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط شوې هم ده.
