پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان او افغان حکومت لا هم د سولې په تړاو اړیکې لرې

طالبان او افغان حکومت لا هم د سولې په تړاو اړیکې لرې

د اسوشټيډ پرېس خبري آژانس د خبر له مخې سره له دې چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې دروازې تړلې، ټرمپ هم د سولې پر ضد څرګندونې وکړې او طالبانو هم خونړي بریدونه وکړل، خو بیا هم دوه ځله له طالبانو سره خبرې شوې دي. د سرچینې په وینا د ملي امنیت رییس او د امنیت شورا سلا کار په بېله بېله توګه له طالبانو سره خبرې کړې دي. بل لور ته پخواني طالب چارواکي متعصم اغا جان اسوشټيډ پرېس ته ویلي، چې ټرمپ د جګړو او بمونو له لارې طالبان نه شي ماتولی. دده په خبره دی غواړي د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په برخه کې منځګړیتوب وکړي. د متعصم اغا جان په خبره په افغانستان کې د ستونزې د حل یوزاینۍ لار د سولې خبرې دي او د سرتېرو ډېرول روان بحران له منځه نه شي وړلی. نوموړي همدا راز ویلي، چې که پر وسله والو طالبانو نظامي فشار ډېرېږي، نو دوی به د ځانمرګو بریدونو او نورو جګړو له لارې خپل غچ اخلي. هغه ټینګار کړی، چې یوازې د سولې خبرې د افغانستان ستونزه حل کولی شي او سیمې ته ثبات راوستلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *