شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

طالبان د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

طالبان د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په ارګ کې د وینا پرمهال پر طالبانو غږ وکړ، چې روانه جګړه نه شي ګټلی نو ښه به وي، چې د سولې خبرو ته مخه کړي. دده په خبره طالبانو ته په کار ده، چې له جګړې لاس واخلي، ځکه دغه جګړه نه شي ګټلی او له سیاسي لارو باید خپلو موخو ته ځان ورسوي. نوموړي همدا راز پر افغان حکومت غږ وکړ، چې له طالبانو سره د رښتینې سولې لپاره خپله غېږ خلاصه کړي. دده په خبره یوه ډله طالبان دي، چې دوی په رښتیا د افغانستان سرلوړي غواړي او له جګړو ستړي شوي دي، نو له دوی سره سوله په کار ده، خو یوه ډله بیا د پردیو د ګټو لپاره دلته جګړه کوي او دوی دا جګړه نه شي ګټلی. حکمتیار همدا راز پر حکومت غږ وکړ، چې جګړې لپاره رامنځ ته شوي اسباب له منځه یوسي. دده په خبره د ځانګړې کړۍ له لوري د واک انحصار، د بهرنیانو پر مټ د ځينو اشخاصو واکمني او زیاتی، زندانونو ته د بې ګناه افغانانو اچول، بهرنیانو ته د بریدونو واک ورکول او بې عدالتي هغه څه دي چې د اوسنۍ جګړې اسباب بلل کېږي. حکمتیار همدا راز له حکومت وغوښتل چې د شفافو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي او ټولې خواوې باید د شفافو ټاکنو پایلې ومني، څو د دویم جان کیري د راتګ اړتیا پېښه نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: