یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان د سولې روانه پروسه دسېسه بولي

طالبان د سولې روانه پروسه دسېسه بولي

وسله والو طالبانو د یوه پخواني امریکایي دیپلومات د لیک په ځواب کې یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي یې دي، چې د سولې په نامه روان فعالیتونه او هڅې دسیسې دي. د امریکا پخواني ديپلومات برنټ روبن پرون طالبانو ته په یوه لیک کې لیکلي وو، چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې له لاسه نه ورکوي. طالبانو په ځوابي لیک کې ویلي، چې دوی د سولې فرصت له لاسه نه ورکوي، خو په روانو دسیسو هم باور نه کوي. د وسله والو طالبانو په وینا د کابل پروسې ناسته او دې ورته هڅې په دې موخه تر سره کېږي، چې طالبانو وسله پر ځمکه کېږدي. وسله والو طالبانو زیاته کړې له دوی داسې مهال د وسلې اېښودلو غوښتنه کېږي، چې امریکا یې ماته کړې ده. دوی همدا راز افغان حکومت پر افغانانو تپل شوی بللی دی او وایي دا حکومت د امریکا حکومت دی او له امریکا سره دسیسو په جوړولو کې شریک دی. طالبانو داسې مهال یادې څرګندونې کړې دي، چې افغان حکومت پرون له دغه ډلې سره د سولې لپاره بې ساري نرمښت وښود او دوی یې سولې ته راوبلل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *