دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان د قطر دفتر له پاره نوی مشر ټاکي

طالبان د قطر دفتر له پاره نوی مشر ټاکي

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې له امريکا سره تر خبرو مخکې دوى غواړي چې د قطر دفتر لپاره نوى مشرتابه وټاکي. طالبانو ته يوې نږدې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله په قطر کې د مېشتو طالبانو له يو شمېر شکايتونو وروسته د مولوي شيخ خالد په مشرۍ درې کسيز پلاوى دوحې ته استولى و. سرچينې زياته کړه، چې ملا امير خان متقي، ملا رحمت الله کاکازاده، ملا حمد الله نعماني، ملا قدرت الله جمال، ملا سلام ضعيف او يو شمېر نور د قطر دفتر نوې مشرۍ ته په پام کې نيول شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد پلاوي ته دوحې ته د سفر پر مهال معلومه شوې چې د قطر دفتر غړي عباس ستانکزی او جان اغا زاهد د مشر تابه له مشورو پرته په اماراتو او سعودي کې د افغان حکومت له استازو سره ليدلي دي. طالبانو ته نږدې ياده سرچينه وايي، په دې ليدنو کې د ملي امنيت مشر معصوم ستانکزى او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم شامل وو. سرچينه وايي، ملا عباس پر يو شمېر نورو سرغړونو او نا فرمانيو هم تورن شوى دى. پر نوموړي دا تورونه هم پورې شوي چې د ځینو اشتباهاتو له امله یې د قطر دفتر د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شوی دی. د يادونې ده چې له قطر سره د اماراتو او سعودي په ګډون د يو شمېر هېوادونو اړيکې خرابې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *