سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / طالبان د نورو په لمسون موږ ته ګواښونه کوي

طالبان د نورو په لمسون موږ ته ګواښونه کوي

د پښتون ژغورنې مشر منظور پښتین وایي ځینې طالبان د نورو په لمسون ده او ملګرو ته یې ګواښونه کوي.

منظور په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، پوځ او حکومت غواړي په ده تور پورې کړي چې د هند یا افغانستان له استخباراتو ملاتړ تر لاسه کوي، خو پښتین دغه ټول تورونه رد کړي دي.

نوموړي ویلي دغه تحریک یې د خپلو حقوقو د خوندیتوب لپاره رامنځ ته کړی دی او له هېچا سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.

منظور پښتین دا هم وویل چې نه غواړي خپل تحریک په یو سیاسي تحریک بدل کړي ځکه چې غواړي د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *